(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۴)
له بادغیس ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایی، چې د ملي اردو ځواکونو د دغه ولایت دمرغاب ولسوالۍ اړوند د اسحاقزو په سیمه کې پر ولسی میشت ځایونو او یوه دینی مدرسه د هاوانونو برید کړی.
سیمیزې سرچینې وایي،د برید په پایله کې دیوه دارالحفاظ ۵ تنه شاګردان شهیدان اوګڼ نور کورونه هم تخریب شوي دي.
سرچینې وایي د برید په مهال په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو کوم حضور نه وو او په لوی لاس ولسي میشت خایونه هدف ګرځول شوي.
طالبانو برید بشرضده جنایت بللی، خو افغان چارواکو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
حکومت په تیر کې ولسي قربانیان (ښځې او ماشومان) د طالبانو ملاتړي بلل او په همدې توګه یې خپل تیري ته مجوز پیدا کاوو.
















