تر کابل وروسته: د جلال آباد ښار د سینګار توکو مارکیټ د اور خوراک شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۴)

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي نن د ورځې شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د سینګار توکو یوه مارکیټ کې اورلګیدنه  رامنځته شوې.
دوکانداران او ځایي خلک وایي، په یاد مارکیت کې تر ډیره د طلا او سرو زرو دکانونه وو، چې زیاتره یې سوځیدلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، اور وژونکې ډلې د پیښې ځای ته رسېدلي دي او هڅه کوي د اور دخپریدو مخه ډب کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې اور خورا په سرعت سره مخ پر وړاندې روان دی او که ژر تر ژره ونه وژل شي، ښایي ډیری نورو مارکیټونو ته خپور شي.
د والي ویاند وایي، اورلګیدنه د بریښنا د شارټي له امله رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په پلازمینه  کابل کې هم  اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې  له امله یې د مالي زیانونو سربیره ۳۰ کسان مړه او ژوبل شول.

 

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button