ټولپوښتنه: اتيا سلنه امريکايي نظاميان افغانستان کې له جګړې ستړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۵)
يوې ټولپوښتنې ښودلې چې څه کم سل سلنه امريکايي عسکر په افغانستان او عراق کې له جګړو ستړي شوي دي.
د ټولوپښتنې راپور د برېټ بارټ په نوم يوې امریکايي رسنۍ خپور کړی وايي چې سټارانډسټراپيس نشريې له ځينو بنسټونو سره په شريکه له امريکايي نظاميان د افغانستان جګړې په اړه پوښتنې کړي.
په دغه ټولپوښتنه کې له هغو امريکايي عسکرو او افسرانو نه پوښتنې شوي چې په عراق او افغانستان جګړه کې يې برخه اخيستې ده.
د سرچينې په وينا، له پوښتنې وروسته اتيا سلنه امريکايي نظاميانو ورته ويلي چې د عراق او افغانستان جګړه تر اندازې زياته اوږده شوه چې دوی يې نور ستړي کړي.
دغه راز يادو امريکايي نظاميانو که څه هم دغه جګړه تر يوې اندازې مهمه بللې خو وايي د جګړې اوږدېدلو ستړي کړي او نور يې بايد ختمولو هڅې وشي.
نشريه ليکي، په يادو هېوادونو کې د امريکا اولس کلنه جګړه خونړې شوې او د زرګونو امريکايي عسکرو ته د تلفاتو اوښتو تر څنګ يې په افغانستان، پاکستان او عراق کې د لسګونو انسانانو ژوند اخيستی دی.
په وروستيو کې لوړه سلنه عام امريکايان او ځينې سياستوال هم د افغانستان جګړې په تړاو ناخوښه دي او له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ايستلو غوښتنه کوي.
تير کال د هيل نشريې په یوه راپور کې ويلي و چې (يوڅلوېښت سلنه) عام امریکايان په افغانستان کې د امریکا له نظامي شتون سره مخالف دي وايي چې امریکا په دغه هېواد کې جګړه بايلي.



