پاکستان: پيښور صدر کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۵)
نن سهار مهال د پاکستان خيبرپښتونخوا ايالت په مهم بازار صدر کې چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې څلور کسان ټپيان شوي دي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، چاودنه نن سهار څه کم نهه بجې د صدر په کالاباړۍ کې شوې ده.
پوليس وايي، چاوديدونکي توکي په يوه موټر کې ځای پر ځای شوي و چې له کبله يې زوروره چاودنه شوې او د څلورو کسانو د ټپي کېدو تر څنګ شاوخوا ودانيو ته يې هم زيان اړولی دی.
چارواکي وايي، په ټپيانو کې يوه ميرمن او درې نارينه دي چې د درې کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
پوليس او د امنيتي ادارو کارکوونکي د پيښې ځای ته رسېدلي او څېړنې يې پيل کړي دي خو د پوليسو په وينا تر اوسه د چاودنې هدف معلوم نه دی.



