نیویارک ټایمز: تیره اونۍ ۷۵ دولتي سرتیري وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۵)
د امریکا نه خپریدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ښکیلو غاړو تر منځ د تیرې اونۍ د نښتو راپور خپور کړی دی.
نیویارک ټایمز وایي، تیره اونۍ په مختلفو ولایتونو کې شاوخوا ۷۵ تنه دولت پلوي ځواکونه وژل شوي دي.
ورځپاڼه وایي، افغان ځواکونو ته زیات تلفات په سرپل کې اوښتي چې طالبانو په همهاله توګه پر دریو سیمو بریدونه پیل کړل چې ۲۱ تنه سرتیري په کې ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شو.
نیویارک ټایمز دغه راز وایي چې په دغه اونۍ کې افغان او امریکایي ځواکونو د خپل کسات په موخه په پکتیا او فاریاب کې ۱۰ تنه بې دفاع ولسي افغانان هم ووژل.
نیویارک ټایمز وایي دا شمیرې یې له دولتي سرچینو را اخیستې او ښایي تر دې زیات تلفات ملکي وګړو ته اوښتي وي



