جرمني: د طالبانو په ګډون د یوه نړیوال کنفرانس جوړولو ته تیار یو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۵)
د جرمني چارواکو ویلي، تیار دي د افغان سولې په تړاو د بن کنفرانس په څیر یو لوی کنفرانس را وبولي چې طالبان به هم ګډون په کې ولري.
داخبر د تګ شپيګل په نامه د دغه هیواد مشهورې ورځپاڼې د هغه سند پر اساس خپور کړی چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پارلمان غړو ته استولی دی.
په دغه سند کې راغلي “حکومت تیار دی چې د طالبانو په ګډون د افغانستان په لانجه کې د ښکېلو خواوو استازي خبرو ته را وبولي او د پيترس بورګ کنفرانس په څېر یوه بله غونده جوړه کړي“
په دغه سند کې اندیښنه ښوودل شوې چې امریکا ښايي له نورو نړیوالو شریکانو سره له مشورې پرته خپل عسکر له افغانستانه وباسي.
د یادونې وړ ده چې جرمني په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب هم وکړ چې د مؤقت حکومت چوکاټ، د نوي نظام اساسات او د پېژندل شویو سیاسي کړیو رول په کې وټاکل شو.
دغه کنفرانس د جرمني په پيترس برګ ښار کې جوړ شوی و او په افغانستان کې له طالبانو پرته د مختلفو قومونو او سیاسي ډلو استازو ګډون پهکې کړی و



