ناټو: افغانستان کې سولې د ټینګښت هڅې کوو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۵)
د ناټو د دفاع د وزیرانو په ګډه غونډه کې چې نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د د غه اتحاد د سرمنشي ینس ستولټنبرګ په وینا پیل شوه، ټینګار وشو چې په افغانستان کې د سولې له روانو خبرو به ټول غړي ملاتړ کوي.
ستولتنبرګ وویل د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ یو، تمویل، تجهیز او مشورې ورکوو تر هغو چې افغانستان یوه سولییز هیواد نه وي جوړ شوی.
نوموړي وویل، د امریکا د ځانګړي استازي لمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ کوي خو هیله یې څرګنده کړې چې طالبان باید افغان حکومت د جګړې د یوه لوري په توګه په مذاکراتو کې ورګډ کړي.
نوموړي زیاته کړه ځواکونه مو هره شیبه وضعیت له نږدې څاري او وضعیت ته په کتو سره به وروستۍ پریکړه کوي.
د ناتو مشر وویل، هیله من دی، چې د افغانستان طالبان به سوله پر جګړې غوره وګڼي



