کابل اداره: د اسلام آباد په څیر غونډې به وضعیت لاپسې پیچلی کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۵)

د کابل حکومت په پاکستان کې د طالبانو او د دغه هیواد د مشرانو تر منځ د غونډې په تړاو جدي اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه ډول غونډې د افغانستان له ثبات سره هیڅ مرسته نه کوي.

د کابل حکومت د اجرایه ریاست ویاند امید میثم رسنیو ته ویلي، ” هیله‌مند یو چې زموږ ګاونډیان او د سیمې هیوادونه له افغانستان سره دولت په دولت اړیکه ولري، که موږ له تروریستی ډلو سره اړیکه ونیوله، زه فکر کوم دا د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته نه کوي”.
نوموړي زیاته کړې د اسلام آباد په څیر غونډې به روان وضعیت لاپسې پیچلی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې پر ورځ طالبان په اسلام آباد کې له امریکایي او پاکستاني چارواکو سره د دغه هیواد په رسمي غوښتنه یوه غونډه وکړي.
طالبان وایي په دغه غونډه کې به له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري او د افغان سوداګرو او مهاجرینو پر ستونزو به ورسره بحث وکړي.

د کابل حکومت تر دې وړاندې په مسکو کې د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ خپلمنځي ناسته هم غندلې وه او سخت غبرګون یې ورته ښوودلی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button