(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۶)
نن د افغان ځواکونو ۱۱۱ فرقې مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپانه کې ادعا وکړه چې د ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په لړ کې د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلو یو زیرمتون کشف کړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه زېرمتون څخه ۷۶ مېله کلاشېنکوف، دوه مېله کلاکوف، یو مېل ګرېنوف، ۲۱ مېله دوپانچې، ۲۶ دانې اوسپنیزې خولۍ، ۴۵ زغروال واسکټونه او یو اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
په دغه خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې یاد زېرمتون په کومې ډلې او یا هم کوم کس پورې اړه لري خو یوې امنیتي کمپنۍ ادعا کړې چې دا مهمات د دوی اړوند وو.
د «کابورا» خصوصي امنیتي شرکت رییس لعل محمد اوریا خېل طلوع نیوز ته ویلي چې دا وسلې د هغه په شرکت پورې اړوندې دي او شرکت یې هم په حکومت کې ثبت دی
















