(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۶)
د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل خبر ورکړی چې امریکا په پام کې لري، روانه میاشت له افغانستان څخه خپل زر (۱۰۰۰) تنه ځواکونه وباسي.
ووټل وویل، د ۱۴ زره کسیز پوځ کمول له طالبانو سره د پیل شویو مذاکراتو سره اړخ نه لګوي بلکې په وینا یې چې دا پریکړه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر له دې امله کړې چې افغانستان کې یې نوره اړتیا نه وه.
نوموړي ویلي، له کله چې دامریکا د مرکزي قوماندې رئیس ټاکل شوی، د ځواکونو په ورټولولو یې تمرکز کړی دی.
تر دې وړاندې امریکا ولسمشر ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې د طالبانو سره د سولې د خبرو له بریالیتوب سره له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو تابیا لري، ځکه چې په وینا یې لوی قدرتونه په اوږدمهالي جنګونو تمرکز نه کوي.
خو ټرمپ بیا ویلي چې د سولې خبرو د بریا په تمه دي که بریالۍ هم نه شوې دوی به خپل ځواکونه بیا هم په دغه هیواد کې پرې نږدي.
















