(کابل ټکی کام ۱۳۹۷.سلواغه ۲۹)
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د کابل حکومت باید تر لویې مشورتي جرګې وړاندې د سولې لپاره یو داسې ټولمنلې سیاسې ډبه جوړ کړي چې د ټولو سیاسي جریاناتو استازي په کې ګډون ولري.
خلیلزاد ټینګار کړی چې حکومت باید دا مسئله جدي وبولي او په وینا یې چې دا یو اړین ګام دی.
خلیلزاد دغه راز د طالبانو له لوري له پاکستاني مقاماتو سره د رسمي غونډې له لغوه کیدلو هرکلی کړی او دغه راز یې پر سعودي چارواکو ژغ کړی چې د افغان سولې په برخه کې دې مرسته وکړي.
خلیلزاد داخبرې وروسته تر هغه کوي چې نن یې په ارګ کې له جمهور رئیس غني سره ولیدل او د خپلو پروګرامونو په هکله یې مالومات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې راتلونکې اونۍ کې به خلیلزاد د خپل امریکایي پلاوي په مشرۍ په قطر کې له طالب مرکچیانو سره تر ټولو ارزښتناکه غونډه پیل کړي


















