(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۹)
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر وایي، حکومت دې له مشورتي لویې جرګې ابزاري استفاده نه کوي.
اتمر چې نن کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، دوی د مشورتې لویې جرګې له جوړولو سره همغږي دي خو د سیاسیونو نظر باید واخیستل شي.
اتمر زیاته کړه ،دا جرګه باید د شخصي ګټو او ټاکنيزو موخو لپاره نه وي.
د نوموړي په باور، حکومت په پارلماني ټاکنو کې پراخه لاسوهنه کړې او د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو لرې کیدل یې د حکومت عجولانه پریکړه وبلله


















