اروپایي بازارونو ته د لاجوردو له لارې تللی کاروان هیواد ته راورسید

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۹)
د لاجورودو پر لاره هغه پنځه لارۍ موټر چې دوه میاشتې وړاندې یې له افغانستان څخه وچې میوې او نور توکي اروپایي بازارونو ته لیږدولي وو، بیرته ډک لاس هیواد ته راستانه شول.
دغه کاروان چې غوړي، درمل او د لمریزې برېښنا تولیدي بترۍ یې بار وې د ترکیې، ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان نه تر تېرېدو وروسته د دوشنبې په ورځ افغانستان ته ورسېده.
د دغه کاروان هرکلي ته د هرات ولایت والي عبدالقیوم رحیمي هم ورغلی وو ؛ ویې ویل چې افغانان غواړي د ګاونډیانو له انحصاره ځان وباسي.
بل پلو پر دغه لاره تللي سوداګر وایي چې دغه لار لا هم له ستونزو سره مخ ده او سوداګرو ته ارزانه نه پریوزي.
سوداګر زیاتوي، د موټرو پر نمبر پليټو د هېواد نوم نه و لیکل شوی چې په خبره یې په اروپايي هېوادونو کې نه پېژندل کېدل او د هغوی په سیستم کې هم نه شاملېدل.
دغه راز هر هیواد ته د اوښتو پر مهال یې پنځه ورځې د ویزې لپاره تیرې کړې دي، باید حکومت یې حل کړي



