خلیلزاد؛متحده ایالات داوږدې جګړې دختمېدا هوډ لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۲وری، ۱۳۹۸ل)
د افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د نوروز په مناسبت پيغام کې ،هيله څرګنده کړې چې نوی کال به افغانانو ته د سولې او سوکالۍ کال شي، خليلزاد ويلي متحده ايالات کلک هوډ لري چې څلويښت کلنې جګړې ته د پای ټکی کيږدي او پايداره سوله ټينګه شي.
داپه داسې حال کې ده چې دخلیلزاد په مشرۍ امریکايي ، اودملابرادرپه مشرۍ دطالبانو مذاکراتي ټیم له ۱۷ورځینۍ ناستې وروسته په بعضو توافقاتو داختتامي لاسلیک لپاره خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي، اوشاید چې نږدې راتلونکې ناسته له لاسته راوړنو ډکه وي.



