کونړ کې د غره ښویېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲وری، ۱۳۹۸ل)
کونړ کې پر یوه کور د غره راښویېدو پېښه کې درې ماشومان مړه او پنځه کسان ټپیان شوي دي. د چارواکو په وينا، پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده. د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وويل، تېره شپه د مرکز اسعد اباد اړوند دوشاخېلو کې پر يوه کور غر را ښويېدلی دی دی وايي، دغه پېښه کې درې ماشومان مړه شوي او د ښځو او نارينه وو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان دي . هغه زياته کړه، ټپيان د اسعد اباد روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي او روغتيايي وضيعت يې د ډاډ وړ دی . د اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي عبدالله وويل، پېښه د ماخوستن له لمانځه وروسته رامنځته شوه، چې مړه او ټپيان یې د سیمې خلکو روغتون ته انتقال کړل.



