ليکوال احمد منصور
مسلمانان د بوتانو ماتول ابراهيمې سنت بولي او هغو اشخاصو چې بوتان يې مات کړي هغه د امت اتلان بولي او د بت شکن په لقب يې نوموي.
د اسلامي تاريخ په بنا لومړي ځل بوتان هغه وخت محمد ـ صلى الله عليه وسلم ـ مات کړل چې کله رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ مکه مکرمه فتحه کړه.روسته بيا د اسلام فاتحينو د مختلفو هيوادو له فتحه کولو سره سم بوتان مات کړي دي، لکه:
کله چې د عمر ـ رضي الله عنه – د خلافت په دوره کې مصر فتحه شو، هلته مسلمانانو بوتان مات کړل. کله چې محمدبن قاسم هند ونيوه، نو بوتان يې مات کړل. همدا ډول کله چې محمود غزنوي هند فتحه کړ، لوي بوت يې په ډير تکتيک سره مات کړ.
د بوتانو ماتول مومنانو ته د وياړ او افتخار عمل ښکاري او دا ستر ثواب بولي خو اتلس کاله د مخه چې کله د امت ستر محسن امير المٶمينين ملا محمد عمر مجاهد ـ رحمه الله ـ د باميانو په ولايت کې د بودا د لويې مجسمې د ماتولو تکل وکړ نو په نړۍ کې غوغا جوړه شوه، جاپان، هند، امريکا او يو شمېر نورو کفري ممالکو د بوت نه ماتولو په عوض کې امارت ته ډېر ﺯيات مالي لګښت ومانه، پرله پسې وفدونه يې راولېږل، د يو شمېر اسلامي ممالکو مشرانو هم د ملاصيب له دې وياړلي عمل سره مخالفت څرګند کړ.
کفري هيوادو، د اسلامي هيوادو درباري علماء ملاصيب ته په جرګه کړل تر څو د بوتانو له ماتولو يې را وګرځوي، خو ملا صيب نه د کفارو له ګواښو ووېريد، نه يې امتياﺯات قبول کړل، نړۍ ته يې په ظاهره ساده خو په باطن کې يو توند جواب ورکړ، ويې ويل: ﺯه له هغې ورځې وېرېږم چې الله آواﺯ وکړي: اي بوت پلورنکی عمره! راپاڅه، بلکې ﺯه دا غوره بولم چې الله آواﺯ وکړي اي بوت ماتوونکی عمره را پاڅه.
له دې جواب ورکولو روسته کفار پوه شول چې ملا صېب له خپل عزم نه تېرېږي، هماغه و چې د بودا مجسمې يې تقريبا د يوې مياشتې په موده کې په مکمل ډول ونړولې، نړيوالو ته يې خپل ايماني قوت وروښود او دا خبره يې په اثبات ورته ورسوله چې د غيرتي افغانستان خلک په رښتيا د ابراهيم ـ عليه السلام ـ په ملت دي، ملا صيب د دې کړنې په ترسره کولو سره د امت مسلمه په ﺯړونو کې ځاي پېدا کړ او د امت راتلونکي نسل ته يې د غيرت درس ورکړ.
ګرانه رهبره امت درباندې وياړي.


















