غور مرکز کې طالبانو یوه پوځي قرارګاه نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۷)
د غور ولايت په مرکز کې د دولتي ځواکونو یوه پوځي قراراګاه د طالبانو لاسته لويدلې او پوليسو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور امنيتي سرچينې وايي، طالبانو تيره شپه د مرکز مربوط بند پايند سيمه کې د پوليسو پر يوه قرارګاه بريد کړی چې په ترڅ کې يې قرارګاه سقوط شوې او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې په پوځي قرارګاه کې عسکرو ته اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي خو زياتوي چې شاوخوا لس عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د چخچران په فیروزکوه کې يې په پوځي قرارګاه بريد کړی چې د قرارګاه د نيولو تر څنګ يې نوولس عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، په بريد کې ديارلس عسکر وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي، دوه ټانګونه ویجاړ، دوه ټانګونه او نهه ميله وسلې د طالبانو لاسته لويدلي دي.
خبرپاڼه کې د دوو طالبانو د ټپي کيدو او دوو تنو نورو د وژل کيدو پخلی شوی دی.
طالبانو د الفتح په نوم د پسرلنيو عملياتو له پيل راهيسې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د وسله والو بريدونو په ترڅ کې له دولتي ځواکونو ګڼې سيمې، قرارګاوې، پوستې او پوځي مرکزونه نيولي چې عسکرو ته پکې درانه تلفات اوښتي دي.



