خبیب خالد
له نن څخه ۴۱ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ کال د ثور په اوومه د غربیانو د وخت لوی قوت( شوروي اتحاد) زموږ د پاکې خاورې د استعمارولو هوډ وکړ او دلته یې د خپلو کمونیستي افکارو د تیتولو له پاره هڅې پیل کړې، د خلق ګوند مشر په مرسته یې د سردار محمد داود خان په واکمنۍ برید وکړ، ویل کېږي، چې سردار محمد داود خان د الله د سپېڅلې بیتې کعبې شریفې د زیارت کولو وروسته هوډ وکړ، چې نور به له هغو اعمالو څخه ډډه کوي، چې د الله د دین له اصولو سره خلاف وي؛ خو ښاغلی سردار محمد داود خان خبر نه وو، چې د حج بیت الله په سپېڅلي سفر کې ورسره د شوروي اتحاد جاسوس شته، هماغه وو چې د شوروي اتحاد جاسوس شوروي ته د سردار محمد دوادو خان د همدې نوي اقدام او له الله جل جلا له سره د کړې وعدې خبر ورکړ.
سردار محمد داود خان چې له مکې معظمې څخه را وګرځېد؛ نو سمدستي یې په حکومت کې د اسلام ضد څهرو د ټکولو له پاره مټې را بډ وهلې، دوی په ارګ کې غونډه لرله، چې د خلق دیموکراتیک ګوند مخکښ غړي ونیسي، هماغه وو چې د شوروي اتحاد په لاس روزل شوو افغانانو، چې مشري یې نور محمد ترکي حفیظ الله امین او نورو د خلق ګوند مشرانو کوله، د ارګ د دې اقدام د مخنيوي او د خپلو کمونیستي افکارو د تطبیق له پاره په کابل کې ټانګونه را وایستل او په دفاع وزارت یې وینې بهوونکی برید وکړ، همدارنګه له څه ځنډ وروسته یې په ارګ برید وکړ، د سهار تر پنځو بجو پورې یې په ارګ کې ښې وینې وبهولې او سهار ته نېږدې یې د ښاغلي سردار محمد داود خان په ګډون د ده د کورنۍ ۱۷ غړي ووژل او د ارګ واګې یې په لاس کې واخیستلې.
دوی په افغانستان کې داسې څه وکړل چې د افغانستان تاریخ یې په تور داغ وداغل، دوی هڅه کوله، چې دلته زمو په سپېڅلي هېواد کې د کمونېزم تخم وشیندي، دوی شوروي اتحاد ته تر داسې کچې واک ورکړل، چې یو وخت یې په رسنیزو خبرونو کې زموږ پاکې خاورې ته د افغان شوروي خطاب کاوه؛ خو د دوی روانې هڅې تر ډېره ونه چلېدې، ځکه په دې خاوره کې داسې څوک مېشت وو، چې پلرونو یې د سومنات بتان وران کړي وو، د دې خاورې وګړي له آمو سیند څخه هغه بلې غاړې ته تېر شوي وو؛ دلته د داسي چا بچیان لا پاته دي، چې تر اسفهانه یې د خپل واک مزي عځولي وو، دوی نه پوهېدل، چې د دې خاورې وګړو ته اسلام په سختۍ را رسېدلی؛ نو له اسلام او اسلامي مقدساتو تېرېدل یې هم اسانه کار نه دی؛ هماغه وو، چې په خپلو هڅو کې بریالي نه شول او زموږ د هېواد د سرتېرو مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ شول، زموږ غیورو هېوادوالو د اسلامي مقدساتو څخه د سر په بیه دفاع وکړه او له څوارلسو کلونو وروسته یې نه یواځې چې د شوروي اتحاد سوپر طاقت یې له پښو وغورځول؛ بلکې زموږ له ګران هېواد څخه یې کمونیستي نظریه هم ور ټوله کړه.
دا چې له هماغه وروسته د امریکا په ګډون ځینو نورو نړیوالو قوتونو هم افغانستان ته زړه ښه کړ او د غربې موخو د پلې کولو له پاره یې خپل ټول قوت وکارول او د خپل قوت تر څنګ یې له نړیوالو څخه هم په پراخه کچه د مرستې غوښتنه وکړه؛ خو دوی لا هم نه پوهېدل چې د افغان جګړې د بریا شاته قوي ایمان، سپېڅلې عقیده شته، له اسلامي مقدساتو او خپل هېواد سره بې درېغه مینه او یو لوی افغاني غیرت پروت دی؛ دوی دا هم نه وه انګېرلې، چې دلته لا هم د زمرو په شان سرښيندونکي شته، چې له حق دین او خپلې سپېڅلې خاورې څخه دفاع ته د سر په بیه حاضر دي او د جنګ ډګر ته په ایماني وسله سمبال داسې وردانګي، لکه وږی ماشوم چې د مور غېږې ته ټوپونه وهي.
څرنګه چې روس او انګرېز په خپلو هڅو کې ناکامه شول او په ټيټو سترګو د یوې تاریخي ماتې سره زموږ له هېواد څخه ولاړل؛ نو امریکا ته هم په کار ده، چې د وتلو یوه عزتمنه لار پیدا کړي او نور دلته خپل بخت ونه ازمایې، که یې د وتلو عزتمنه لار ونه لټوله؛ نو دا هېواد بیا هم په خپله غېږه کې د سلطان محمود غزنوي، احمدشاه بابا او نورو سرښندونکو په څېر سرښندونکې لري، ان شاء الله ډېر ژر به یې لمن ور ټوله کړي.


















