بغلان لاريونوال: د پوليسو په ډزو درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۷)
له پرون راهيسې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ولسي جرګې یوه ګټونکي کانديد محبوب الله غفاري په ملاتړ لاريون کړي او د کابل- بغلان لاره يې تړلې ده.
لاريون کوونکي وايي، د دغه لاریون پر مهال پوليسو په لاريونوالو ډزې کړي چې درې تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د کورنيو چارو وزارت د لاريونوال ادعا ردوي وايي، د لاريونوالو په منځ کې لاسي بم چاودنه کړې چې یو تن وژل شوی او درې تنه نور پکې ټپيان شوي دي.
محبوب الله غفاري د درغلۍ په تور له تيرې یوې میاشتې راهيسې په کابل کې زنداني دی خو پلويان يې وايي، چې د هغه نوم د برياليو نوماندانو له وروستي ليست څخه ايستل شوی او رايې يې د کمشنرانو له خوا غلا شوي دي.
له شپږ مياشتيني ځنډ او جنجالونو وروسته د افغانستان د ولسي جرګې اوولسمه تقنيني دوره پرون د جمعې په ورځ پرانيستل شوه.



