کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
تیره ورځ په مسکو کې د روس په کوربتوب د امریکا، چین او دې هیواد ترمنځ د افغان سولې په اړه غونډه وه.
په دې غونډه کې د امریکا په استازیتوب د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ګډون کړی وو.
خلیلزاد له دې غونډې یوه ورځ وروسته ویلي چې په روسیه کې یې د چین او د کوربه هیواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه مهمې خبرې کړي دي.
د خلیلزاد په وینا چې امریکا هڅه کوي ترڅو د افغان سولې او جګړې په اړه په نړیواله کچه یو واحد دریځ رامنځته کړي او په خبره یې چې دې هدف ته رسیدونکي یو.
نوموړي ویلي چې د افغان سولې په اړه یوې نړۍوالې هوکړې ته نږدې شوي یو.
ده همدا راز د افغان جګړې د پای ته رسولو خبره هم وکړه او ویې ویل چې امریکا د افغان جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده.
خلیلزاد د روانې میاشتې په ۲۱مه نیټه یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د سیمې په سفر وتلی او دا سفر به د می میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې دوام وکړي.
خلیلزاد به له طالبانو سره هم په قطر کې د خپل شپږم سفر په ترڅ کې وویني او ویل کیږي چې دا ځل به طالبان او امریکا دله افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو یوه نهایي پرېکړه وکړي.


















