ډیډ پریس: د چین، روس او امریکا راتلونکې غونډه په بیجنګ کې جوړیږي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ډیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې چې د چین، روس او امریکا تر منځ راتلونکې درې اړخیزه غونډه د چین په پلازمېنه بیجینګ کې جوړیږي.
دا غونډه د هغې غونډې په تعقیب جوړیږي چې په مسکو کې د چین، امریکا او روس ترمنځ د افغان سولې په اړه جوړه شوې وه.
د راتلونکې غونډې کره نیټه لا نه ده په ډاګه شوې.
له تیرې غونډې یوه ورځ وروسته خلیلزاد ډیره خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د افغان سولې په اړه یوې نړۍوالې هوکړې ته نږدې شوي دي.
د ده په وینا چې امریکا هڅه کوي ترڅو د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره په نړۍواله کچه یو واحد نظر رامنځته کړي.



