فراه کې ګډوځواکونو یو لوی بازار چور کړی او سوځولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۸)
تيره شپه ګډو ځواکونو د فراه ولايت په بکواه ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا عامو خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د یادې ولسوالۍ یو تن اوسيدونکي طاهر خان کابل ټکی کام ته وويل، د دغه ولسوالۍ مربوط په عبدالودود بازار ګډو ځواکونو عمليات کړي چې د خلکو ډيری مالونه يې چور کړي او وروسته يې بازار ته اور اچولی دی.
نوموړی وايي، په دغه بازار کې د خلکو ګڼ شمير موټران هم ولاړ و چې د اور خوراک شوي دي.
ځايي اوسيدونکي وايي، د عبدالودود بازار د سيمې په کچه یو لوی بازار و چې خلکو پکې د خپل ژوند ورځينۍ اړتياوې پوره کولې او ډيری خلکو پکې کاروبار کاوه.
د فراه ولايت سيمه ييز چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.
عيني شاهدان وايي، په پيښه کې لسګونه دوکانونه، موټران او په سلګونو ټنه خوراکي توکي سوځول شوي چې خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ زيان اړولی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د شپنيو عملياتو پر مهال د سيمې په کچه بازار سوځول کيږي بلکې تر دې مخکې يې هم په ننګرهار، هلمند، خوست او ځينو نورو ولايتونو کې د عملياتو په ترڅ کې سيمه ييز بازارونه او د عامو خلکو دوکانونه سوځولي او ویجاړ کړي دي.



