امريکا: د یهودو پر عبادت ځای وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۸)

دامريکا کليفورنيا ايالت د يهودو پر يوه عبادت ځای وسله وال بريد شوی چې پنځو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي، بريد د سهار دولس بجو په شاوخوا کې د سن ديګوښار په يوه کليسا کې شوی.

پوليس وايي، په بريد کې یو کس وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان دي.

د پوليسو په وينا، بريدګر نيول شوی چې نوولس کاله عمر لري خو تر اوسه د ابريد انګيزه نه ده معلومه.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قربانيانو سره غمشريکې څرګنده کړې او وايي، داسې ښکاري چې بريد د کرکې له کبله شوی وي.

ویل کيږي، له تير یوه کال راهيسې د يهودانو پرضد بريدونه زيات شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button