کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په کابل کې دمشورتي لويې جرګې سمبالوونکی کمیسیون وايي، له اختلافونو وروسته نن دکمیټو مشران ټاکل شوي، اوهیله لري چې نن ‘سه شنبه، اپرېل ۳۰مه’ د جرګې مرستیالان او منشیان د ټاکنو له لارې وټاکل شي.
په پلان کې ده چې د کمېټو جوړولو کار هم نن بشپړ شي، خو په ټوله کې دغې ځنډ د جرګې د غځېدو امکان هم پیدا کړی.
تنظیموونکي پخپل وخت د اداري پلاوي د نه بشپړېدو لپاره د جرګې ځنډ ته هم د لازم چمتووالي خبر ورکوي.
له اختلافونو وروسته د څلورو مرستیالانو او څلورو منشیانو لپاره د ټاکنو بهیر او د کمېټو جوړولو چارې نن تر سره کېږي چې ممکن تر مازدیګره دوام وکړي.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون تېره ورځ د ولسمشر غني په وینا پیل شوه
د جرګې د سمبالوونکي کمیسیون غړی او ویاند عبدالرشید ایوبي وايي، د څه باندې ۳ زره غړو تر منځ دغو ټاکنو ته د شپې تر ناوخته چمتووالی نیول شوی.
د اداري پلاوي د ټاکونکو اتو غړو تر منځ دوه څوکۍ مېرمنو ته په نظر کې نیول شوې.
ولسمشرغني تېره ورځ د جرګې د مشری لپاره د عبد رب الرسول سیاف وړاندیز وکړ چې ګډونوالو په لوی اکثریت ومانه خو کله چې سیاف خپل مرستیالان معرفي کړل د خلکو د سخت مخالفت سره مخ شو او دا کار د دې سبب شو چې د اداري پلاوي او کمېټو د بشپړېدو لپاره اضافه وخت ځانګړی شي.
عبدالرشید ایوبي وايي له دې سره د جرګې د غځېدو امکان هم شته او سمبالوونکي کمیسیون د درېیو اضافه ورځو لپاره چمتووالی نیسي.
د ا مشورتي لویه جرګه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون تېره ورځ د حکومت مشرغني په وینا پیل او د لومړي پلان له مخې ټاکل شوي وه چې ګډونوال په څلورو ورځو کې د سولې په اړه حکومت ته لازمې سلا مشورې ورکړي.
داجرګه دافغانستان داجرائیه رئیس ترڅنګ یوولس کاندیدانو هم تحریم کړې، اوله ګډون څخه یې پکې انکار کړی، اوزیاته کړې یې ده چې دا مشورتي جرګه نه بلکه یوه کمپایني جرګه ده.
طالبانو هم دې جرګې ته دملي پرځای دحکومتي نوم کارولی، اودایې دسولې پروړاندې دروانو هڅو زیانمنونکې بللې.
















