کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل)
په کابل کې دلویې جرګې سمبالګر کمیسیون وايي، د منشیانو او مرستیالانو د ټاکل کېدو پر سر ناندریو، اوشدیدو اختلافاتو له امله ښايي د جرګې موده درې ورځې نوره هم وغځول شي .
دیادکمیسیون ویاند عبدالرشید ایوبي بي بي سي ته ویلي، هڅه کېږي چې نن د کمېټو اداري هئت برابر شي، د جرګې د عمومي مرستیالانو او منشیانو ټاکنې سره د جرګې په موده کې ښايي توپیر راشي او درې ورځې نورې هم ورته په پام کې نیول شوې دي.
تېره ورځ دګډ حکومت مشرمحمد اشرف غني د غونډې په منځ کې له ټاکنو پرته پر عبدالرب رسول سیاف د مشرۍ غږ وکړ، د مخې کتار چکچکو د هغه د تایید څرګندوی وکړه، خو کله چې هغه خپل مرستیالان معرفي کړل، مخالفتونه ورسره را وپارېدل.
په ورته وخت کې د دې کمیسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل امریکا غږ ته ویلي، چې دا منشیان او مرستیالان به د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي، نه دجرګې دمشر په خوښه.
هغه ویلي، پخپله د کمېټو چارې بشپړې شوي، ټولې ۵۱ کمېټې جوړې شوي، چې هره کمېټه کې ۸۱ تنه راټول دي او د دې کمېټو مشران او منشیان هم ټاکل شوي دي.
هغه وویل هڅه کوي چې نن د جرګې مرستیالان او منشیانو ګمارنه هم پای ته ورسوي، خو د دې تر څنګ د جرګې د غځېدو امکان پر ځای پاتې دی.
دا په داسې حال کې دی چې د روانې اونۍ له پیله کابل ښار تړل شوی، د موټرو په تګ راتګ بندیز دی، ګڼ خصوصي او دولتي دفترونه تړل شوي او ان د روغتيايي خدماتو په ټپه درېدو له امله شکایتونه شوي دي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې بشپړې اوونۍ د سوداګرو سلګونه پر توکو بار لارۍ د ښار څنډو کې ځنډولې چې میلیونونه ډالر زیان يې اړولی دی.
بلې خوا یوشمېر سیاسي څېړونکو روانه مشورتي جرګه دحکومت له بودیجې د ولسمشر کمپایني هڅه بللې، اومخالفتونه یې څرګندکړي، ددوی په وینا، که دادملت په غوښتنه دملت دغږ اومشورې جرګه وي؟ ولې دملت غړي له غږ اوچتولو سره سم دغونډې له تالار وېستل کېږي، اوبیا اجازه نه ورکول کیږي چې تالار ته داخل شي،اوزیاته کړې یې ده، چې ملت ددې هرڅه ځواب غواړي.

















