سپاه پاسداران: امریکا په ایران دحملې  توان نلري

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د ایران سپاه پاسدارن پوځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی.

ددغې پوځي ډلې مشر یدالله جواني وایي، ایران به هېڅ وخت له امریکا سره پر اټومي مسایلو خبرې و نه کړي او امریکا به هم هېڅکله پر ایران د برید جرات و نه کړي.

دده په خبره ایران په کافي اندازه پیاوړی دی او چا ته به اجازه ور نه کړي چې د برید جرات ورباندې وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید امکان رد نه کړ، خو دا یې هم ویلي چې له ایران سره هر ډول مذاکراتو ته تیار دی.

له هغې وروسته ټرمپ اعلان وکړ چې که ایران ورسره اړیکه نیسي، دسویس له سفارت دې دده شمېره ترلاسه کړي.

خو ایران دهیڅ راز خبرو لپاره امادګي نده نیولې، بلکه برعکس یې په امریکا تور پورې کړی چې دوی دایران ملي ګټې ګواښي چې دابه یو ناورین رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button