ټرمپ: که ایران اړیکه نیسي، شمېره مې دسویس سفارت کې ده

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

دایران او امریکا له وروستیو کړکېچونو سره سره ټرمپ یوځل بیا ایران ته دخبرو لپاره امادګي نیولې.

ټرمپ خپله شمېره سویس ته ورکړې، چې که ایران د خبرو غوښتنه کوله نو په دې شمېره اړیکه ورسره نیولی شي. په سپینه ماڼۍ کې یوې سرچینې سي ان ان ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله شمېره د سویس سفارت ته ورکړې او ویلي یې دي که ایران ترې غوښتنه وکړه، نو دغه شمېره ورکولی شي.

 ده دا هم ویلي چې یوازې د ایران د غوښتنې پر مهال به دغه شمېره ایراني چارواکو ته ورکوي. دا هغه شمېره ده چې له ټرمپ سره اړیکه ورباندې نیول کېږي او ده ټینګار کړی چې تر بل هر اقدام مخکې له ایران سره خبرو ته تیار دی.

 سرچینې ویلي چې ټرمپ په پوره اخلاص او ښه نیت دغه شمېره د سویس سفارت ته ورکړې ده. د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې کړکېچنې شوې او دې مسئلې په سیمه کې اندېښنې پارولې دي.

امریکا تیره ورځ دایران لطرفه داحتمالي برید دمخنیوي لپاره خپلې جنګي الوتکې قطر ته واستولې، خو ایران پرځای ددې چې اندېښنه وښیي، اعلان یې وکړ، اوې ویل؛ دوی په امریکاکې دا جرئت نه ویني چې په ایران دې برید وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button