روېټرز: دایران او امریکا کړکېچ لا هم په ډېرېدو دی

کابل ټکی کام ( شنبه، ۴ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې دایران اوامریکا کړکېچ ډېر شو، رویټرز خبري اژانس ددوی ترمنځ د تاوتریخوالي د لا نور ډېرېدو د ګواښ په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
یاد اژانس د یو امریکایي سناتور انګوس کېنګ له قوله ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د تصادفي ټکر ګواښ مخ په ډېرېدو دی. خو د امریکا ولسمشر وايي، له ایراني مشرانو سره ټلېفوني خبرو ته تیار دی.
ایراني چارواکي بیا وايي، د امریکا د اوسني سیاست له امله ور سره خبرې نه کوي. په ورته وخت کې عمان، عراق، سویس او ان روسیه داسې هېوادونه دي چې ښایي د ایران او امریکا ترمنځ پیغامونه بدل کړي او یا منځګړي شي.
داکړکېچ وروسته له هغې ډېرشوچې امریکا په ایران یوشمېر بندیزونه ولګول، اوایران یې له اټومي تړون څخه په سر غړاوي تورن کړ.
خوایران بیا امریکا دنړیوال تړون ماتونکی هېواد بولي، او دهرقسم فشار پر وړاندې یې خپله مبارزه یو مسلم حق ګڼي.



