ځینې افغانان خپل بچي په خپله وژني

لیکوال: امین وردګ
لیکنه ښه په حوصله او تر پایه وګورئ!
ما دوه کاله وړاندې یوه مقاله لیکلې وه چې عنوان یې ؤ (د ننګرهار ناخوالې د ننګرهاریانو له لاسه ) بیا د ننګرهار ځینو ځوانانو سخت حساسیت او غبرګون وښود، زه یې د فیسبوک او ځینو سایټونو له لارې سخت وګواښلم خو ما چندان پروا پرې و نکړه ، هلته هم داسې پېښه شوې وه لکه دوې ورځې وړاندې چې په شېرزادو کې وشوه؛ خو هلته داعشي ظالمانو کړې وه، مګر دلته دولتي ظالمانو.
زه دا نه وایم چې ننګرهاریان مجاهدین نه دي.
نو چې مجاهدین نه وي دا غربي وحشیان او تاله څټي یې د چا کورونه او جوماتونه ورنړوي؟
راځئ چې حق ووایو او دا خبره ومنو چې د هر ولایت ناخوالې د همغه ولایت د غربي کاسه پاکانو له برکته رامنځته کیږي.
ما هغه وخت هم دا ویلي وو او اوس هم دا خبره کوم چې په دولتي سرمشریزه کې زموږ وردګ هم ښه ډېر دي لکه:
عبدالرحیم وردګ پخوانی د دفاع وزیر.
تاج محمد وردګ پخوانی د داخلې وزیر.
خُرم وردګ پخوانی د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر.
رحمت الله نبیل پخوانی د ملي امنیت رئیس.
ډاکټر فاروق وردګ پخوانی د معارف وزیر.
دا ټول هغه کسان دي چې د غربیانو اډیالوژي تقلیدوي او د هغوی تګلارې تعقیبوي او هم یې د هغوی د خوشالولو لپاره په زرګونو وردګ له تېغه تېر کړل.
دا چې زه په دې اعتراف کوم چې ((زما په قام کې هم تالي څټي شته)) نو ډېر مې مه ملامتوئ چې وایم د شېرزادو په پېښه کې تر ټولو ډېر د ننګرهار دولتي کارمندان ملامت دي.
همدوی دي چې د غرب پلانونه په خپلو ماشومانو عملي کوي.
همدوی دي چې چاپې وهي.
همدوی دي چې غربي وحشیانو ته کوردینات ورکوي.
همدوی دي چې د پردیو وحشیانو په لاسو یې د خپلو تورسرو کوکي خوښيږي.
که چیرې لږ ایمان هم په هغو ننګرهاریانو کې موجود وای (کوم چې په کابل حکومت کې دندې تر سره کوي) نو داسې بدې پېښې به نه رامنځته کېدلې.
په هر ولایت کې چې داسې پېښې رامنځته کیږي؛ ننګ او عار یې د همغه ولایت مزدورانو ته متوجه دی.
مرګ په هغو ننګرهاري ځوانانو کوم چې په کمانډو، اردو، پولیسو او امنیت کې لاهم ولاړ دي او وحشتونه کوي، حال دا چې خپلې تورسرې او ماشومان یې د بادارانو له لاسه داسې ورته ټوټې ټوټې کیږي.
اې وردګو او ننګرهاریانو (چې د غرب په خرمستیو کې غرق یئ) تاسو ته وایم ! ولې نه شرمېږئ؟
ولې دومره بې ننګه شوئ چې د نړيخور ښامار د مړولو لپاره د خپلو تنکیو ماشومانو وینې او غوښې وړاندې کوئ؟
شرم وکړئ!
قاتلان به مو نن ستاسو په مخ کې په ډېر فخر سره وایي چې ((ښه شو د شېرزادو څو ماشوم طالبان خو مو د بمونو خوراک کړل او مورګانې مو یې ښې پرې وژړولې))
ریښتیا به وایئ! تاسو او خدای چې لږ هم نه خجالت کېږئ؟
تر تاسو خو قسم چې هغه مشرک عتبه هم باغیرته ؤ.
د مشرک عاص ابن وائل قدر وجدان هم نه لرئ!
کله چې حضرت عمر فاروق د دار الندوه په مخ کې خپل اسلام اعلان کړ، مشرېکو قریشو د وهلو شروع پرې وکړه، مګر عاص ابن وائل خلک منع کړل او ورته ویې ویل: خبر نه یئ چې عمر زموږ هم پيمان ؤ او دی! که لاس و نه نیسئ، مسؤلیت مو په خپله غاړه.
خو تاسو تر قریشو هم بې ننګه وختئ، هره ورځ مو ورېرونه بند په بند درته بېلوي، مګر تاسو ته ټکی حیا هم نه درځي.
سړی تعجب شي په داسې سرکوزۍ لکه ستاسو کې چې ده!
قسم په الله که مې د خپل کلي په سپي هم ستاسو موقف لوریږي.
داسې ډالرې دې ستاسو سر وخوري چې د خپلو بچو د وینو په مقابل کې یې تر لاسه کوئ، یا یې د خپل عزت په بدل کې په سرکوزۍ سره لاسته راوړئ.
کله کله بیا د ښار په جوماتو مرګونې حملې وکړي او په هغو هم د انتحاري نوم کېږدي ؛ بیا کوم پولیسګی د قربانیانو له منځ څخه داسې یو شهید جسد راپورته کړي چې لږ په محمدي سنتو برابر وي (مانا ګیره یې وي) بیا نو احساساتي ځوانان هغه مبارک جسد په لغتو پسې وهي ؛ چې ګني دغه انتحاري دی ؛ مګر هغه به کوم لاروئ وي ، یا به کوم لاس پلورونکی وي ، خپلو بچو ته به یوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي.
زه وایم که په ريښتیا سره امریکایان له مسلمانانو سره جګړه کولای شي ، نو لږ تر لږه خو دې هغوی ته د و سلې پورته کولو اجازه ورکړي ! تش لاس او په وسلو مجهز لاس جګړه کول به زه وام سخته نامردي وي.
او اې ! که د وسلې اجازه نه ورکوي هم خیر، نو لږ تر لږه خو دې د یوه تلويزیون چینل او یا یوې سادګۍ راډیو اجازه ورکړي ! دا څنګه مقابله ده ؟
داسې مقابله کیږي چې ته په آسمان کې یې او زه پرځمکه؟
که چېرې دوی بزدله نه وي ؛ نو دا خو ساده او آسانه خبره ده چې یو طالب په یوه جومات او یا کوم کور کې ژوندی و نیسي ! د شپې له خوا دې کور کلابند کړي او سهار وختي دې اخطار ورکړي او ورته و دې وايي چې : را ووزه ! که نه راوزې ، کور درپسې ړنګوو.
که بیا هم را و نه وت ((خو نه ! خامخا پرې راوزي)) د کور خلک دې راوباسي ، بیا دې کور پسې ورونړوي ، اګر که دا کار هم د مېړو نه دی ؛ چې په یوه کس پسې دې د جیټو الوتکو په واسطه کوټه او ورپسې ټول کور ور ونړوې ، خو بیا هم څه ناڅه ګذاره به وشي او د خټو پزه به کېښودل شي.
زه امریکایانو ته په زغرده وایم:
راشئ ماته مو څلورمه برخه تجهیزات راکړئ ، که په همغې امريکا کې مو خوب رانه وکړی زه به مېړه نه وم.
دا چې یو افغان ځوان تش لاس دی او ته هر څه… لرې ، خو بیا هم دومره وېره ترې کوې چې یوازې د یوه کس په خاطر هم جومات پسې نړوې او هم کور؛ نو دا بل څه نشي کېدای، پرته ستا له وېرې او د هغه له رعب او جرئت څخه؛ چې په همداسې نکتو کې حقانیت او ابطال هم ثابتیږي.
که په کوم کور دې محض شک د یوه افغان مبارز راشي ؛ هغه کور (سره له ټولو اوسېدونکو) له منځه وړې، مګر ددې جرئت نشته درسره چې یوازې هغه یو کس و نیولای شې.
موږ پوهېږو آمریکایانو! چې دا هر څه له وېرې کوئ او په دې مو هم سر خلاص دی چې تر څو مو هغه خپل ملک ته نه یاست رسېدلي ، یوه شپه به هم راحت خوب و نه کړئ.
خو تاريخ به ستاسو نامردي هېره نه کړي!
او اې بزدلو او نامردو دښمنانو!
پخوا به چې یو چا کوم څوک وژلو ، نو که به هغه بې وسلې ؤ ، بیا به یې تر هغه څه نه ورته ویل ، تر څو به یې چې وسله نه وه پيدا کړې ، ځينو خو به آن کله نا کله په خپل لاس وسله ورکړه ، بیا به یې ورته وویل : اوس دې زه وژنم.
مګر امریکا چې په ټوله نړۍ باندې حکومت کول غواړې (او دا خوب دې هم اوبو ته ووايي) دومره ډارنه ده چې په یوازې یوه کس پسې (هغه هم تش لاس) ټول جومات بمباروي ؛ نو والله چې د خندا خبره ده.
همدا تېره شپه يې په تنګي دره کې دوه جوماتونه (د ورسک او کوټ) بمبار کړي، خو تاسو پوښتنه ترې وکړئ چې هلته مو څو طالبان له منځه یووړل ؟
د شرم خبر!



