کابل: د جنرال فهيم نظامي پوهنتون دروازه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۹)
څو شيبې مخکې د کابل پنځمې امنيتي حوزې مربوط قمبر څلورلاره کې د قسيم فهيم نظامي پوهنتون دروازه کې چاودنه شوې چې د ځايي سرچينو په وينا درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
عيني شاهدان وايي، چاودنه هغه مهال شوې کله چې د یاد پوهنتون محصلين د جمعې ورځې رخصتيو لپاره کورونو ته راووتل.
د پيښې ځای ته نږدې سرچينې وايي، لسګونه کسان له چاودنې وروسته روغتونونو ته انتقال شول خو تر اوسه په پيښه کې د اوښتو تلفاتو کره شمير نه دی معلوم.
دفاع وزارت وايي، حمله د يوه سرتيري بريد کوونکي له خوا شوې او کله چې وپيژندل شو په ځان پورې تړليو چاوديدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړه.
دفاع وزارت د چاودنې په لومړيو کې د شپږ کسانو د وژل کيدو او شپږو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړ خو ويل کيږي چې تلفات تر دې زيات دي.
تراوسه د دغه تازه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.



