مجاهد: د اوربند په اړه په خواله رسنیو کې خپور شوی پیغام د تیر کال دی

کابل ټکی کام( جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر په یو وضاحتي ټویټ کې ویلي چې په خواله رسنیو کې د دوی لخوا د اوربند په اړه خپور شوی پیغام نوی نه دی.

مجاهد وایي دا پیغام د سږ کال نه، بلکې د تیر کال د کوچني اختر د اوربند په اړه دی.

نوموړی دا وضاحتي ټویټ وروسته له هغه کوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګمان کیږي د همدې غږیږ پیغام په تعقیب اعلامیه خپره کړې وه او له طالبانو یې د اوربند کولو مننه کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هیله کوي ترڅو د دې غږیږ پیغام له لارې د خواله رسنیو فعالین د اشتباه ښکار نشي.

دا چې وړوکي اختر ته په حساب څو ورځې پاتې دي، ځیني افغان سیاسیون له طالبانو غوښتنه کوي چې د تیر کوچني اختر په څېر دې دا ځل بیا اوربند وکړي خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د مسکو په بین الافغاني غونډه کې د طالبانو د مشرانو او افغان سیاسي څیرو ترمنځ د اوربند په اړه هم زیات بحث وشو خو کومې پرېکړې ته سره ونه رسیدل.

مربوطه مطالب

Back to top button