جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د مسکو مجلس او د طالبانو سیاسي لاسته راوړنې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مې 31, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
10
ځلې شریک شوی
127
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال عبد الله احمدي

د روسیې او افغانستان تر منځ د سل کلنو ډیپلوماټیکو اړیکو یاد غونډه تېره ورځ د می میاشتې په ۲۸ نېټه د روسي حکومت له لورې د دې هېواد په پلازمېنه (مسکو) کې ترتیب شوې و چې د سیمي هېوادونو برسېره یې طالبانو ته هم رسمي دعوت ورکړ چې د طالب مشرتابه له لورې ومنل شو او د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په شمول ۱۴ کسیز هېئت تیار شو او د مسکو په لور و خوځېده.  مجلس د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو په یاد لمانځه دائر شوی و، نو قانونا او اصولا د سیاسي روابط جوړښت د دولتونو او حکومتونو تر منځ کېږي دا چې دې غونډې ته د طالبانو ۱۴ کسیز هیئت دعوت شوی او د کابل حکومت څخه صرف نظر شوی په حقېقت کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل، دې حکومت ته مبارکي ویل او د کابل حکومت غیر قانوني ګڼل دي.

دا هم ولولئ

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

دې مجلس طالبانو ته په نړیواله سطحه قوت،  مشروعیت او ارزښت ورکړ بالخصوص د ملا برادر په اشتراک او مشري کې.

 د طالبانو لپاره یې څو مهمې لاسته راوړنې له ځان سره درلودې چې په لنډ ډول ورڅخه یادونه کوم:

لومړی: د اصولو په اساس دا لومړی رسمي ډیپلوماټیک سفر دی چې طالبان د یو هېواد او ملت د نماینده هیئت په حیث پکې برخه اخلي او هلته د سیمي د هېوادونو سره د افغانستان او سیمې د روانو ستونزو د حل او سر تاسري امنیت او د راتلونکې افغانستان په اړوند د ګاونډیو او نورو د اندېښنو د ختمولو په پار یو له بل سره نظرونه شریکوي.

دویم: طالبانو د افغان ولس په استازولۍ له تېرو ۱۸ کالو مسلسلې او سختې مبارزې وروسته ورځ تر بلې د هدف په لور خپله قافله نژدې کړې ده.

خپل تر ټولو سخت رقېیبان یې په کور دننه او بهر دواړو کې په خپل وجود او حکومت قانع کړل او میدان یې ترې یو وړ.

 اوس د راتلونکې افغانستان د واکمن جهت په حیث د افغانستان او افغانانو د پرمختګ، سوکالۍ، امن او امنیت دپاره یې د سیمي په هېوادونو خپل مشروعیت او رسمیت منلی او د هغوی توجه یې هم د امریکایي ناروا اشغال د ختمولو په لور اړولې ده چې دا یو سمیزه اجماع د امریکا په مخالفت او د طالب په ملاتړ هم بللی شو.

دریم: د روسیې لخوا جوړې شوې غونډې ته د طالبانو دعوتول د غني د حکومت د زکندن او د طالبانو د حکومت او نظام اغاز بلل کیږي او هم مخکې له دې چې دا حکومت د افغانستان پر ارګ قابض شي د روسیې لخوا په رسمیت وپېژندل شو ځکه معمولا د دوو هېوادونو د اړیکو په یاد لمانځلو کې حکومتونه یا د هغوی استازې شرکت کوي.

څلورم: د غني د بانډ هغه پاته حیثیت هم له منځه ولاړ ځکه دا اداره په دې ورستیو کې د خپل مؤسیس او د سیمي د هېوادونو له سیاسي مجالسو لیری پاته شوې او په ځای یې طالبان ځای په ځای شوي دي.

پنځم: دا ځل د دې سفر امتیاز له نورو سفرونه سره واضح توپیر لري هغه په دې ډول چې طالبان د افغانستان د مظلوم ملت او هېواد په استازولۍ د رسمي نماینده (حکومت) په نوم برخه اخلي، چې د طالبانو لپاره د سیمي له هېوادونو سره د اړیکو نوی باب جوړوي.

شپږم: طالبانو د افغانستان د سولي او ثبات په مخکې مانع د اشغال شتون یاد کړ نو هغه هېوادونه چې غواړې له طالبانو سره ښه سیاسي روابط ولري په دې مسئله کې د طالبانو طرف جوړ شول ځکه هغوی پوهېږي چې د امریکا مجودیت د اشغال په بڼه د ټولې منطقې لپاره جدي خطر دی باید له طالبانو سره د دوی په دې اساسي مطالبه کې کافي مرسته وکړو.

اووم: د دې سفر بله ځانګړتیا له مخکینیو ټولو سفرونو څخه دا وه چې طالبانو د کامیابې ډیپلوماسۍ په لرلو سره امریکا دېته مجبوره کړه چې د مذاکراتي ټېم غړي باید د ملګرو ملتونو د تور لیست نه وایستل شي څو دې پروسه کې د خنډ عوامل ختم، ښه او ژر پرمختګ وکړي هغه و چې امریکایانو په نه زړه خو د مجبوریت په اساس ور سره ومنله، نو طالبانو په یوه ګذار دوه ښکاره وکړل هم یې په امریکایانو خپله خبره ومنله او هم یې د کابل حکومت د هغو چیغو او شکایتونو دروازه بنده کړه کوم چې به یې د ملګرو ملتونو سازمان ته د تور لیست په اړه وخت نا وخت د طالب چارواکو د سفرونو اړوند کوله.

لکن دا ځل د غني حکومت هیڅ هم نشي کولی چې د فشار په حیث ورڅخه استفاده وکړي او غونډه کم تأثیره کړي.

اتم: طالبانو خپل دښمنان په دواړو ډګرونو (نظامي او سیاسي) کې وټکول او میدان یې د ځان په ګټه راوګرځاوه.

څو کاله مخکې د طالب رقیب امریکا طالبان په خپلو کاذبو څرګندونو او ادعاوو کې دومره زیات بدنام، منفور او وحشي ګرځولي وو چې اصلا د سیمي او نړۍ هېوادونو نه غوښتل چې د طالب نوم واوري منل او په ملاتړ یې اواز پورته کول خو بیخي د نه منلو خبره وه.

نن ورځ هغه هېوادونه له طالب سره اړیکي جوړول او خبرې ورسره کول د ځان ویاړ بولي او کوشش کوي چې د افغانستان په استقلال، امنیت او ارامي کې له طالب سره مرسته وکړي.

دا ټول پرمختګونه طالبانو د خپل سیاسي او نظامي درایت او هلو ځلو له امله وکړل.

طالبان وتوانېدل خپله اصلي څېره، داعیه او هدف د منطقې هېوادونو او نړیوالو ته روښانه کړي د هغوی باورونه خپل کړي د راتلونکې افغانستان په هکله ډاډ ورکړي.

دې ټولو تحرکاتو، کوششونو، مبارزې او هلو ځلو د طالب لوی رقیب امریکا دروغجن، تېریګر او ظالم معرفي کړ او په وړاندې یې په مخالفت سیمیزه اجماع د ځان په ملاتړ جوړه کړه.

نهم: د طالب مشرتابه د سیاسي چارو مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ګډون د مسکو په څېر غونډو کې د طالبانو مشروعیت او موجودیت په نړیواله سطحه نور هم قوي کوي او دې سفر ته یې ځانګړی قېمت ورکړ او هم یې نړیوال او د منطقې هېوادونو ته دا په نظر ورکړ چې موږ د اشغال په ختمولو او د سولې په راتګ کې بیخي زیات جدي او ریښتیني یو.

دسیمې او نړۍ هېوادونه هوا داره کوي چې د دې غورځنګ سره خپلې اړیکي قائمي کړي او د ګډو مؤخو لپاره چې جانبین یې لري په همغږۍ یو له بل سره کار وکړي.

لسم: په سیمیزه او نړیواله سطحه د کابل حکومت خپل هویت او رسمیت له لاسه ورکړی دی ځکه اوس خپلو نړیوالو او سمییزو دوستانو په رسمي ډیپلوماټیکو مجالسو کې بایکټ کړی دی او د دوی پرځای یې د افغانستان راتلونکې نظام او حکومت جوړوونکو ته توجه او پام اړولی دی.

یولسم: طالبانو وکولی شوای په لنډ ډول خو جامعو الفاظو د افغانانو ملي غوښتنه د نړیوالو او د سیمي هېوادونو ته ابراز او ښکاره کړي چې هغه سوله او د دې په مخ کې ستر خنډ اشغال دی چې باید لومړی دا له منځه یوړل شي.

دولسم:  طالبانو د قطر د هغه بین الافغاني کنفرانس چې تېر افریل میاشت ۲۰ باندې ترتیب شوی و خو بیا د کابل حکومت د د ناغېړیو په کولو او د خنډونو د ایجادولو له امله لغوه شوی و په دې مجلس کې چې نن ۲۹ تاریخ په نظر کې نېول شوی دی جبران  هم وکړ، چې دا په خپل ځان کې د غني د حکومت لپاره د مرګ په مانا دی.

طالبان باید د دا وړ سفرونو او مجالسو څخه د ځان، هېواد او ولس د پرمختګ لپاره په هره عرصه کې عظمیه او لویه استفاده وکړي.

په ځانګړې ډول په اقتصادي برخه کې د هغوی سره قراردادونه وکړي، د هېواد د بیا رغونې پروژې پلې کړي، هغوی وهڅوي چې دلته پانګونه وکړي ځکه دلته ۴۰ کاله خونړۍ جګړه شوې او لا هم په تېزۍ سره جریان لري، د هېواد هر څه وران شوي او چور شوي دي چې ودانول یې زیات کار غواړي.

دا راز طالبان باید خپل سیاسي فعالیت له هرې ورځې سره سم د هغې ورځې د حالتو او مقتضاؤ په رڼا کې جوړ کړي او بیا مناسب اقدام وکړي، د سیمي له هېوادونو سره باید پراخې دوه اړخیزي اړیکې جوړې کړي څو له دوی څخه د هېواد په ښېرازتیا کې لویه ګټه واخلې.

د منطقې، ګاونډیو او له نړیوالو هېوادونو سره باید د افغانستان سیاسي اړیکې چې په متقابل احترام بناء جوړې کړي.

دا ټول څه د افغانستان د راتلونکې اړتیا ده باید سالمه استفاده ځینې وشي.

تر ټولو مهم شی هغه دا ده چې طالبان باید په دې فکر وکړي او متوجې شي چې څنګه د امریکا او روسیې د مخالفت او سیالۍ څخه د خپل هېواد د استقلال، امنیت او پرمختګ لپاره د ولس په ګټه استفاده کولی شي.

ځکه دا دوه لوی قوتونه دي باید د دوی له خپګان او مقابلې څخه مناسبه او سالمه ګټه واخستل شي.

مخکینې مطلب

دوهم تعقيب: دوه موټر ویجاړ شوي؛ طالبان وايي لس بهرني افسران او عسکر وژل شوي

بل مطلب

مجاهد: د اوربند په اړه په خواله رسنیو کې خپور شوی پیغام د تیر کال دی

ځانګړي مطالب

افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com