شاه سلمان د نړۍ هیوادونو ته: ایران د نړۍ امنیت ته ګواښ دی، مخه یې ونیسئ

کابل ټکی کام( جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸)

امریکا، متحده عرب امارات، سعودي او اسرائیلو په دې وروستیو کې ایران تر سختو فشارونو لاندې راوستی او وخت ناوخت د دې هیواد د ناوړه کړنو په اړه سختې څرګندونې کوي.

تیره ورځ چې د سیمییزو هیوادونو بیړنۍ سرمشریزه روانه وه او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ، اکثره خبرې د دوی له فکره په دې وروستیو کې د ایران لخوا پیښو ګواښونو ته ځانګړې شوې وې.

په دې سرمشریزه کې د سعودي پاچا ملک سلمان د خپلې وینا پر مهال ایران د نړۍ د امنیت لپاره ستر ګواښ وباله او له ټولو هیوادونو یې غوښتنه وکړه چې د ایران د کړنو مخه دې ونیسي.

سلمان له نړۍوالو ټولنې غوښتنه کړې چې د ایران لخوا دې د نورو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې مخه ونیسي.

نوموړي د متحده عرب اماراتو په تیلو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې له هغو بریدونو وروسته نړۍوالې سمندري سوداګرۍ ته د ایران زیات کواښ متوجه شوی دی.

د مې میاشتې په لومړیو کې د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې د دې هیواد د تیلو ذخیرې په نښه شوې.

سعودي او امریکا دا کار د ایران بولي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم وړمه ورځ ویلي وو چې د تیلو په کانټینرو برید د ایران کار دی او په وینا یې چې په فارس خلیج کې به د ایران هر رنګه تیري ته ځواب ووایي.

ایران بیا دا ادعا د خندا وړ بللې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button