کرکټ نړیوال جام: نن د افغانستان او اسټرلیا لوبه ده

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۱غبرګولي، ۱۳۹۸)

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د اسټرلیا او افغانستان ترمنځ لومړۍ لوبه ده.

لوبه د دې ځای په ۵نیمو بجو پیلیږي.

د روان نړۍوال جام سیالیو کې دا د افغانستان لومړي سیالي ده چې له اسټرلیا سره یې ترسره کوي.

د اسټرلیا لوبډلې کپتان ایرون فینچ ویلي چې د افغانستان لوبډله د کرکټ په نړۍ کې ځلیدلې راروانه ده او په خبره یې دا تنها د افغانستان لپاره نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره ستره کیسه ده.

نوموړي ویلي، موږ د افغانستان لوبډلې لپاره بشپړ درناوی لرو.

فینچ دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې نن یې لوبډله له افغانستان سره په لوبه کې مخامخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې اسټرلیا تر دې مخکې له افغانستان سره دوه ځل لوبه کړې او دواړه واره یې ګټلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button