کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، دافغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا پاکستان ته ځي.
زلمی خلیلزاد به په دې سفر کې له پاکستانه وغواړي چې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې همکاري پراخه کړي.
سرچینه کاږي چې خلیلزاد به د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او په دې لیدنه کې به ټینګار وکړي چې پاکستان باید د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.
طالبانو او امریکا شپږ پړاوه پخپلو کې خبرې کړې دي خو تر دې دمه یې پایله مبهمه ده.
وسله وال طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي او دا د سولې د رښتینې پيل لپاره لومړنی ګام بولي.
بل پلو وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې له امریکا غوښتي چې د سولې په خبرو کې دې دوه مخي نه کوي او صادقانه چلند دې وکړي.
طالبانو نږدې دوه ورځې وړاندې دمسکو او افغانستان دډیپلوماټیکو اړیکو دسلمې کلیزې په مناسبت مسکو ته سفر کړی وو، چې وروسته یې بیایوشمېرسیاسیونو سره بین الافغاني ناسته او دبهرنیو ځواکونو پر وتلو توافق وکړ.


















