هلمند: ګډو ځواکونو ملکيانو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۱)
د راپورونو له مخې، ګډو ځواکونو د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
دغه عمليات تيره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط د چورچهارراهي په سیمه کې ترسره شوي دي.
طالبانو له يادې سيمې د ملکي خلکو د تلفاتو خبر ورکړی او ګډو ځواکونو دغه عمليات چې ملکيانو ته پکې درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي جنايت او وحشت بللی دی.
د سيمې اوسيدونکي وايي، عملياتي عسکرو د خلکو د کورونو او دوکانونو دروازې ماتې کړي، د سيمې د بازار له ۶۰ څخه زياتو دوکانونو دروازې يې په بمونو الوزولي او قيمتي مالونه او پيسې يې ترې وړي او وروسته يې ټولو دوکانونو ته اور اچولی دی.
د ځايي خلکو په وينا، عسکرو د عملياتو پر مهال د کلي د خلکو دوه موټران او شل موټرسيکلونه هم سوځولي دي زیاتوي چې د بيرته تګ پر مهال يې اووه کلیوال له ځان سره د بنديانو په توګه یوړل او دوه تنه يې په ډزو ووژل.
ورته ډول شپني عملیات د صفریک،دو، سې ځانګړو قطعو په همکارۍ په ټولو ولايتونو کې له امريکايانو سره په شريکه ترسره کيږي چې هيڅ کومه ولايتي اداره په جريان کې نه اچول کيږي او ډيره مرګ ژوبله يې هم ملکي خلک ګالي.



