کابل ټکی کام( شنبه، ۱۱ غبرګولي، ۱۳۹۸)
د ۲۰۱۹م نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او اسټرلیا ترمنځ لوبه شروع ده چې لومړۍ توپ وهنه افغانستان وکړه او د اسټرلیا لپاره یې ۲۰۸منډې هدف وټاکه.
د لوبې پیل خورا کمزوری وشو او د افغانستان دوه تکړه لوبغاړي شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی په صفر اوټ شول خو رحمت شاه او حشمت الله شهیدي لوبه بیرته کنټرول کړه.
په ننۍ لوبه کې تر تولو زیاتې منډې نجیب ځدراڼ وکړې، نوموړي په ۴۹ بالونو ۵۱ منډې وکړې.
رحمت شاه۴۳، ګلبدین نائب ۳۱، راشدخان ۲۷ او حشمت الله شهیدي ۱۸ منډې جوړې کړې.
د اسټرلیا په خلاف د افغانستان یاد هدف د کرکټ د مبصرینو له قوله نسبتاً مهم او لوړ دی.
که د نیوزیلینډ په خلاف د سریلانکا منډو او د ویسټ انډیز په خلاف د پاکستان منډو ته وکتل شي نو د اسټرلیا په خلاف د افغانستان ټاکل شوی هدف ډیر لوړ دی.
شیبه وروسته به افغانستان توپ اچونه پیل کړي.


















