کابل ټکی کام(شنبه، ۱۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
نن د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او اسټرلیا ترمنځ لوبه وه چې اسټرلیا وګټله.
افغان لوبډلې اسټرلیا ته د ۳۸ اورونو په لوبولو سره ۲۰۸منډې هدف وټاکه او ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ښه لوبه نجیب ځدراڼ او رحمت شاه وکړه.
اسټرلیایۍ لوبډلې یاد هدف په ۳۵م اور کې پوره کړ او په دې جام کې یې خپله لومړنۍ سیالي وګټله.
اسټرلیا ۳ ویکټې له لاسه ورکړې چې یوه ګلبدین نائب، یوه راشد خان او بله مجیب واخسته.
د افغانستان او اسټرلیا دواړو په روان نړیوال جام کې دا لومړۍ سیالي وه چې ترسره شوه.


















