کابل ټکی کام( شنبه، ۱۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
د افغانستان او اسټرلیا ترمنځ لوبه لا هم روانه ده او افغانۍ لوبډله په توپ وهنه بوخته ده.
تر دې مهاله پنځه لوبغاړي سوځیدلي او ۵۳منډې جوړې شوي دي
همدا رنګه ۳۲م اور بشپړ شو او ۳۳م اور شروع دی.
د افغانستان لوبډله په لومړیو کې تر سخت فشار لاندې راغله او دوه تکړه لوبغاړي حضرت الله ځاځی او محمد شهزاد په صفر وسوځېدل.
رحمت شاه ډیره ښه لوبه پر مخ بوتله او لوبډله یې له فشاره وایستله، همدا رنګه حشمت الله شهیدي هم نسبتاً ښه لوبه وکړه.
دا مهال ګلبدین نائب او نجیب ځدراڼ توپ وهنې ته ولاړ دي، نجیب ځدراڼ لوبه ښه روانه کړې او تر دې مهاله یې ۴۵ منډې جوړې کړي دي


















