بیړنی خبر: د کابل پوليتخنيک پوهنتون د محصلينو پر کاسټر موټر  چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۲)

د کابل ښار د پنځمې ناحيې مربوط سيمه کې د کابل پوليتخنيک پوهنتون د محصلينو پر کاسټر موټر چاودنه شوې.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي په لومړنيو معلوماتو کې رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې يو تن وژل شوی او لس تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

تر دې څو ورځې مخکې هم د کابل د قسيم فهيم پوځي پوهنتون دروازې خوله کې چاودنه کې هم څو تنه محصلين وژل شوي و.

مربوطه مطالب

Back to top button