(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۲)
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد يو ځل بيا د خپل سفر د پيلولو په اړه خبر ورکړی دی.
خليلزاد په تازه ټويټ کې ويلي، تيره مياشت يې د پام وړ پرمختګ کړی او يو ځل بيا يې سفرونه پيل کړي چې په خبره يې غواړي په دغه سفرونو کې د افغان سولې پروسه چټکه او لا پياوړې کړي.
هغه وايي، غواړي د سولې لپاره سيمه ييزې او نړيوالې هڅې رايوځای کړي زياتوي غواړي چې د سولې موافقې دوه مهمې اجزاوې چې په اړه يې نور تفصيلات نه دي ورکړي پای ته ورسوي.
نوموړي خپلو هلو ځلو او سفرونو ته خوشبيني ښودلې او غوښتنه کوي چې د دغه موافقې نور غړي دې هم انعطاف وښيي په اخره کې وايي (پر هيڅ یو شي به موافقه ونه شي تر څو پر ټولو موافقه نه وي شوي).
د اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ليکي، چې خليلزاد به په راتلونکو دوو اوونيو کې افغانستان پاکستان، بلجیم، جرمني، متحده عربي اماراتو او بالاخره قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره به بيا ځلې خبرې پيل کړي.
د سرچينې په وينا، خليلزاد به په دغه سفر کې له حکومتي چارواکو او افغان سياستوالو سره هم وګوري.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له تيرو څو مياشتو راهيسې شاوخوا شپږ ځلې له طالبانو سره په افغانستان کې د جګړې ختمولو، د امریکايي ځواکونو پر وتلو او دا چې افغان خاوره د بل هيواد پرضد نه کارولو پر سر خبرې روانې کړي دي.
دواړه خواوې وايي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو تر اوسه لا کومه پريکړه نه ده شوې.


















