حکمتیار: حکومت نه دسولې لپاره کوم ابتکار، اونه هم جدي اراده لري

کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۱۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

راتکونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې دحکومت په پالیسۍ کلکې نیوکې کړي.

نوموړي ویلي چې حکومت نه د سولې لپاره کوم رغنده ابتکار لري او نه هم جدي اراده. پیغام کې د نوموړي له خولې ویل شوي چې په دولت کې تر اوسه د سولې او نورو ملي مسایلو په اړه د پرېکړو داسې مقتدره مرجع هم نه شته چې ټول یې پرېکړو ته احترام ولري.

حکمتیار زیاته کړې چې سوله د ټول ملت غوښتنه ده باید د افرادو او جنګ غوښتونکو له یرغمله وایستل شي.

حکمتيار د ملي يووالي حکومت د مشروعيت په اړه هم یوشمېر نیوکې اوګوتڅنډنې کړي، نوموړي ويلي چې حکومت د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته له نوي بحران سره مخ شوى، د حكومت عمر پاى ته رسېدلى او ډېرى افغانان يې غير قانوني ګڼي.

حکمتیار وړاندیز کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره دې په ملي کچه د مطرحو شخصیتونو په مشوره یو تصمیم ونیول شي او که داسې نه وي نو دوی به هم د نورو نوماندانو دریځ غوره کړي.

دې نوماند پر خپل وخت د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو پر ټاکنو ټینګار هم کړی دی.

تردې وړاندې هم یوشمېر نوماندانو ورته څرګندونې او نیوکې کړې وې، هغوی هم دولت دسولې په مخالفت تورن کړی وو، او ددې حکومت دناقانونه غځېدا په غبرګون کې یې دپارونکو اقداماتو ګواښ کړی وو.

مربوطه مطالب

Back to top button