حامدکرزی: ښکېل لوري، خصوصاً امریکا باید دملت پروړاندې خونړۍ چاپې بندې کړي

کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۱۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې دحکومت اوامریکا وروستۍ ړندې بمبارۍ اوچاپې غندلي، اودعاجلې بندېدا غوښتنه یې کړې.

کرزي ویلي چې دی د بې ګناه افغانانو له وژلو سره هغه که په هر عنوان وي کلک مخالفت څرګندوي او له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې د یو بل پر وړاندې نظامي عملیات، شپنۍ چاپې، ړندې بمبارۍ او په رسنیو کې له نفرته ډک تبلیغات بند کړي.

دحامدکرزي په خپاره شوي پیغام کې پر امریکا غږ شوی دی چې د افغانانو د کلیو او کورونو له بمباري، شپنيو عملیاتو او ټولو هغو اعمالو لاس واخلي چې د سولې له پروسې سره په تضاد کې دي او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره دې واضح، ریښتیني او کوټلي ګامونه پورته کړي.

کرزي له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې د ښه نیت په توګه دې له بند څخه بندیان خوشي کړي او په هېواد کې دې د ورورولي د فضا رامنځته کولو سره سولې ته د رسېدو لار هواره کړي.

همدارنګه نوموړي ټولو افغانانو ته، که له هېواده بهر یا داخل دي دکوچني اختر مبارکي ویلې.

مربوطه مطالب

Back to top button