یونامانا: داخترپه مناسبت باید ښکېل لوري اوربند وکړي

کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۱۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

وروسته ترهغې چې یوشمېر سیاسي اشخاصو دتېرکال په څېر یوځل بیا له ښکېلو اړخونو داوربند غوښتنه وکړه، په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما هم د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې ده چې د اختر په درناوي دې جګړه ودروي او په دې ورځو کې دې خلک پرېږدي چې اختر په خوشحالي ولمانځي.

د یوناما له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې د مشر تداميچي ياماموتو له خولې لیکل شوي، لکه څنګه چې له یوې میاشتې روژې او عبادتونو وروسته کوچنی اختر لمانځل کېږي، نو دوى ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ورکوي.

هغه زياته کړې، د دې لپاره چې ټول افغانان د اختر مهمه خوښي په ښه ډول ولمانځي، دی د جګړې پر ښکېلو اړخونو ټینګار کوي چې جنګ ودروي او دغو بختورو ورځو ته د درناوي په موخه له زغم څخه کار واخلي.

ملګري ملتونه وایي، سولې، امن او سوکالۍ ته د رسېدو په لاره کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو ته ژمن دي.

طالبانو بیا په یوشمېر رسنیو اوغونډو کې له رسمي موقتي اوربند څخه انکار کړی، اوپه غیر رسمي یا نا اعلان شوي اوربند شاید دتېرو کلونو پشان تمرکز وکړي.

طالبانو دمسکو په غونډه کې له یوشمېر رسنیو سره په مصاحبو کې ویلي چې موقت اوربند دافغانانو درد نشي دوا کولای، پکار ده چې داشغال په اختتام سره مؤبدي اوربند ته لار هواره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button