عمران خان ته د څپلیو ډالۍ کونکی له جریمې سره مخ شو

عمران خان ته د څپلیو ډالۍ کونکی له جریمې سره مخ ش

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۸)

څو ورځې وړاندې په رسنیو کې یو خبر خپور شو، چې یو چارسدې وال چپلکې جوړونکي د پاکستان لومړي وزیر ته د مار له څرمنې څپلکې جوړې او ډالۍ کړي دي.

نورالدین څپلکې جوړونکی د دې ډالۍ له کبله پنځوس زره کلدارې جریمه شوی دی.

نوموړی ځکه جریمه شوی چې د مار له څرمنې د قانون له مخې څوک شی نه شي جوړولای.

د نورالدین په خبره چې دی تردې وړاندې نه پوهیده چې د مار په څرمنه بندیز دی.

نوموړي نن د جریمې د ادا کولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ما دا کار په خپله خوښه نه دی کړی بلکې په امریکا کې د عمران خان یو ملګری وو، هغه راته د دې څپلکو جوړولو ویلي وو.

نورالدین بیرته خپله ډالۍ ترلاسه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button