غورځنګ
په دې خو ټوله نړۍ يوه خوله ده چې په افغانستان باندې نږدې په لسګونو هېوادونو يرغل کړی دی او له دې يرغل څخه بيا ټول غرب د امريکا په مشرۍ مختلف النوع اهداف لري چې ځينې يې خورا څرګند او ټولې نړۍ ته ښکاره دي او ځينې يې بيا يوازې سي ای اې ته معلوم دي او بل چا ته نه دي معلوم.
او په دې خو هم ټوله نړۍ يوه خوله ده چې د امريکايانو د يرغل له وخته بيا د افغانستان خاوره، وګړي او ټول اوسېدونکي له شپنيو او وحشي چاپو، بې درېغه او بې ځايه مرګونو او ډول ډول کړاوونو سره مخ دی او په هېڅ ډول هم دغه حالات چې امريکايانو او ناټويانو په ګران هېواد کې منځته راوړي دي، هېچا ته هم د منلو وړ نه دي، بلکې هېڅ د زغملو وړ نه دي.
همداشان د امریکايانو هغه ظلمونه چې هره ورځ يې په افغانانو باندې کوي، افغانان بمباروي، د بمونو مور او نور ډول ډول کېمياوي وسايل پرې ازمويي، د کار وړ شخصيتونه په يوه نوم او بل نوم په شهادت رسوي، د کابل د ادارې تر نامه لاندې ملت شړلي اشخاص راټول کړي او پر افغان غيور ملت يې مقرر کړي دي، چې له دغو اشخاصو څخه نو بیا د افغانانو هېڅ شی هم خوندي نه دی، دغه ډول اشخاص نه ملي نواميس پېژني، نه هم خپل تېر تاریخ ته ګوري، نه هم خپل ملت پېژني، نه په خپل ناموس دي او نه هم د بل پر ناموس. بس چې څه يې خپل زړه ومني هغه کوي.
نو په داسې حال کې بايد د سالم عقل څښتن له چا څخه سوله غواړي؟؟ او د سولې لپاره به پرلت د کومو شرائطو پر اساس کوي؟؟
امریکايانو مو وطن اشغال کړی او هېڅ شی مو ورڅخه خوندي نه دي. نو په داسې حال کې به سوله له چا غواړو؟ او له چا څخه به د اوربند غوښتنه کوو؟؟
کومو کسانو چې د هېواد په ځينو ساحو کې د پرلت په نامه يا هم د سولې د کاروان تر خوږو نومونو لاندې حرکات پيل کړي دي، په هېڅ ډول يې هم سالم عقل نه مني. دغه خلک باید د حقايقو په درک کولو او د هېواد اوسني وضعيت ته په کتلو سره په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړي چې اوس له چا څخه د اوربند غوښتلو وخت دی؟ او په کومو شرائطو بايد له يوه اړخه او له بله اړخه اوربند او سوله وغوښتل شي؟ دوی بايد مذاکرات، اوربند او سوله وپېژني.
دغه پرلتيان خو بلکل يوه طرفه او ناوړه قضاوت کوي، بلکل ړانده مقلدين دي، بيخي لکه عقل چې نه لري. يوازې له طالب څخه د اوربند او سولې غوښتنه کوي. داسې نه وايي چې دلته خو اصلي مشکل امريکا او نورو غربي اشرباڼو يې جوړ کړی دی، اصلي ستونزه نشي درک کولی، بلکې يوازې هغه څه کوي کوم چې سالم عقل يې نه مني.
نو داسې ښکاري چې دوی هم د امریکا د نورو ناکامو پروژو په څېر يوه ناکامه او کچه تجربه ده.
او امريکا اوس لکه د لېوني سپي په څېر هر څه ته خوله اچوي خو خوله يې خښېږي نه، بلکې هر ځل يې خوله د خښېدو پر ځای ماتېږي.
امریکا اوس په دغه ډول پروژو باندې غواړي چې افغانستان له نورو ګډوډيو سره هم مخ کړي.
نو په پای کې بايد ووايو چې دغه اوسني د سولې اړوند پرلتونه تش په نامه پرلتونه او کاروانونه دي بلکې که ووايو چې د امریکا مخفي او پټې پروژې دي نو هم پر ځای به وي.
ځکه چې د دوی په يو طرفه غوښتنه اوس هر څوک پوهېږي چې له دغه ډول يو طرفه غوښتنو يې هدف څه دی؟
نو پرلتيان بايد اوس هم له وخته سالمه استفاده وکړي او د سولې يا هم د اوربند د غوښتلو اصلي لوری وپېژني. او بايد لاړ شي او د امريکايي بېسونو مخې ته خېمې ووهي او ورڅخه وغواړي چې اصلي د ناخوالو زېږوونکي تاسو ياست! که چېرته تاسو ووځئ! نو افغانان په خپل منځ کې سره د روغې او جوړې وړتيا او استعداد لري.
او که داسې ونه کړي نو لرې نه ده چې دوی به هم لکه د امريکا د نورو پروژو په څېر رسوا او بلاخره د هېواد د اصلي بچيانو له لوري له شنډېدلو سره مخ شي.
















