
اختر او مونږ
سرلیکنه
په دې کې شک نشته چې د اسلام مبین دین د خوښۍ، سرور او ښکلا دین دی، خپل اتباع یې تل تشویق او ترغیب کړی څو په خوښۍ کې وخت تیر کړي، غم، غمجن کیدا او خپګان ته لار پرینږدي، له همدې امله د اسلام پیغمبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سهار او ماښام له غمجن کیدا نه پر خدای تعالی پناه غوښتله، امت یې هم مامور شوی چې همداسې وکړي، او له هر ډول مشروع او مباح وسیلې نه چې د ذهنی روحي او بدني خوښۍ سبب کیږي مشروع ګټه ترې پورته کړي څو وکولای شي د الله تعالی عبادتونه په ښه توګه او ښه په مینه ترسره کړي.
په همدې سیاق کې اسلامي شریعت د مسلمانانو د خوښۍ لپاره ځانګړې ورځې تخصیص کړي چې د اختر له ورځو څخه عبارت دي چې معنا یې د مسلمانانو نفسونو ته د خوښیو راوستل دي، او هغه هم د یو لړ عباداتو له اتمام نه وروسته د بیلګې په توګه مسلمانانو روژه چې د دین له پنځو ارکانو څخه دریم رکن دی په خیر سره ونیوه، او دا چې بې حده اجر، او ستر ثوابونه یې ترلاسه کړل د الله تعالی د شکر د پر ځای کولو د خوښۍ په موخه چې یو ستر مناسبت دی ځکه چې الله تعالی د دې توفیق ورپه برخه کړ چې دا دروند عبادت یې په خیر او سلامتۍ سره په ښه توګه ترسره کړ د الله تعالی د شکر د پر ځای کولو په خوښۍ کې د الله تعالی د مباحو نعمتونو نه چې ورته یې په اختیار کې ورکړي استفاده کوي.
د فطر او اضحي لمونځ د هجرت په دوهم کال بر مسلمانانو مشروع وګرځید، او آنحضرت صلی الله علیه وسلم د هجرت په دوهم کال د فطر او اضحی لمونځونه مسلمانانو ته په خپل امامت سره عملا اداء او تطیبق کړل.
په صحیح حدیث کې داسې روایت شوی دی :
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې منوري ښار ته وارد شو، خلک یې ولیدل چې د کال د یوې ورځې په اړه د خوښۍ لوبې کوي، ورڅخه یې وپوښتل، چې د خوښۍ دا دوه ورخې مو له کومه دي؟ هغوی په ځواب کې وویل چې دا دوه هغه ورځې دي چې مونږ له اسلام نه مخکې په جاهلیت کې په کې لوبې کولې، او په لهو او لعب به مشغول وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې الله تعالی تاسې ته تر هغې دوه ښې او غوره ورځې ډالۍ کړي دی چې عبارت له فطر او اضحي ورځو څخه دي چې د اسلام نه مخکې د جاهلیت پر مهال د ورځو په بدل کې دی چې هغه د خرافاتو او بدمرغیو څخه ډکې ورځې وي.
همدې حدیث ته په کتو سره مسلمانان یواځې همدا دوه مشروع اخترونه لري چې د دواړو مشروعیت له آسمان نه نازل شوی دی، او له دې دوه اخترونو پرته نور ټول اخترونه مردود دی چې شرعي بنسټ نلري.



