اسرائیلو د جولان په سیمه کې د ډونالډ ټرمپ په نوم د یوه ښار پرانستنه وکړه

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۷غبرګولي، ۱۳۹۸)

تیره ورځ اسرائیلو د جولان په سیمه کې ټرمپ ته د درناوي په خاطر د نوموړي په نوم یو ښار پرانیست.

د دې ښار په پرانیست غونډه کې د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو او په اسرائیلو کې د امریکا سفیر ګډون کړی وو.

نتنیاهو د تیرې اپرېل په میاشت کې وعده کړې وه چې د ډونالډ ټرمپ نه د مننې په خاطر به د ده په نوم یو ښارګوټی جوړوي.

اسرائیلو ځکه د ” ټرمپ د لوړو” په نوم دغه ښار ګوټی نومولی چې امریکا تر ټولو لومړی د جولان لوړې لانجمنه سیمه د اسرائیلو ملکیت وباله او ویې ویل چې دا د اسرائیلو رسمي ځمکه ده.

تر اوسه د دې ښار ساختماني کار نه دی پیل شوی.

نتنیاهو په خپلو خبرو کې له امریکا مننه وکړه او ټرمپ یې د اسرائیلو د ملګري په توګه یاد کړ.

په اسرائیلو کې د امریکا سفیر د خپلې وینا په ترڅ کې ټرمپ ته د هغه د دې پرېکړې په وجه د زړور خطاب وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button