کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۸)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې په هورموز تنګي کې به حالت داسې چمتو کوي ترڅو د بیړیو چلونه په ډاډمنه فضا کې ترسره شي.
مایک پمپیو دا خبرې وروسته له هغه کوي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ هورنوز تنګي سره په عمان کې د تیلو په دوو کښتیو کې چاودنې وشوې.
امریکا د دې بریدونو په اړه پر ایران ورواچوله خو ایران بیا دغه تورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې د کښتیو ۴۴ عمله د دوی د سمندري ځواک لخوا ژغورل شوي دي.
مایک پمپیو تازه بیا د امریکا خبره تکرار کړې او ویلي یې دي چې د تیلو په بیړیو برید ایران کړی خو لا یې هم کوم شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي.
پمپیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې امریکا به په هورموز تنګي د تیلو د کښتیو ازادانه چلونه ډاډمنه کړي.
د پمپیو په خبره چې دې هدف ته د رسیدو په خاطر به له ټولو دیپلوماتیکو لارو چارو کار واخلي.
د امریکا او ایران کړکیچ لا هم مخ پر زیاتیدو دی او د دواړو هیوادونو چارواکي یو بل ته په ګواښونو بوخت دي


















