ډاکټر عبدالله: د بندیانو ازادېدل دې څوک د ټاکنیز کمپاین لپاره نه استعمالوي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۷غبرګولي، ۱۳۹۸)

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د بندیانو له خوشي کیدو دې څوک غلطه استفاده نه کوي.

نوموړي چې نن د وزیرانو شوری غونډې ته وینا کوله وویل، د هیواد له زندانونو څخه د بندیانو ازادېدل دې څوک د ټاکنیز کمپاین لپاره نه استعمالوي.

د عبدالله په وینا چې سوله هم تر یوه شخص پورې اړه نه لري بلکې دا د ټولو افغانانو مربوط مسئله ده.

عبدالله عبدالله دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هڅه کوي ترڅو دا کرېډیټ د ځان خوا ته واړوي او بیا په ټاکنو کې ترې ګټه واخلي.

خو ویل کیږي چې د بندیانو ازادیدل د امریکا په خوښه او زور شوي او د طالبانو هم له مهمو غوښتنو یوه دا وه چې باید د دوی بندیان ازاد شي.

طالبانو د افغان حکومت له لوري د بندیانو د ازادیدو هرکلی وکړ خو ویې ویل چې په خوشي شویو سلګونه بندیانو کې یوازې ۲۶۱ تنه د دوی مربوط کسان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button